ایکنا نیوز د الوطن له قوله راپور راکړ، د اسیوط پوهنتون د جغرافیې استاد سید احمد قاسم یو دومره وړوکی قرآن لری ، چې یوازې درې سینټي میټره اوږد دی او مخینه ئې څه دپاسه دوه سوه اتیا کلونو زیاته ده . د هغه په وینا، دغه قرآن کابو پنځوس کاله مخکې د هغه خداي بخښلي آنیا ورته ډالۍ کړی دی او هغې هم دغه قرآن له خپلو نیکونو څخه په میراث کې درلود.
قاسم وائي ، هغه د زده کړې د بریالیتوب په دلیل د خپلېنیا ترټولو محبوب لمسی ؤ او له همدې امله ئې د پلار نیکه میراث کې پاتې شوی محبوب قرآن هم راته ډالۍ کړ. د اسیوط پوهنتون دغه استاد ټينګار کوي ،هغه هیڅکله هم حتی ددغه ارزښتمن قرآن د خرڅولو فکر هم په ذهن کې نه لري او غواړي،څو په راتلوني کې ئې له خپل یوه بچي ته ډالۍ کړي څو د کورنۍ په نورو نسلونو کې هم د ساتلو دغه بهیر هماغه راز دوام ولري.
قاسم مخکې زیاتوي ، ددغه قرآن مخینه دهغه پر جلد د لیکنې په اساس څه دپاسه ۲۸۰ کلنه ده ، دغه واړوکی قرآن په ترکیې کې دعثماني پړاؤ په وختونو کې چاپ شوی او په یوه واړه ډبي کې کیښودل شوی او دهغه د لوستلو لپاره باید له دوربین څخه استفاده وشي.
د اسیوط پوهنتون د جغرافیې څانګې دغه استاد په وینا هغه کله ناکله ددغه تاریخي مصحف ته په کتو سره تلاؤت کوي څو ډاډمن شی چې ورته کوم تاوان نه دی رسیدلی ، ځيني کسان هم ددغه تاریخي او ارزښتمن قرآن دلیدو او کله ناکله ئې د تلاؤت لپاره دهغه کور ته ورځي.